له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دوام؛ آی او ایم: دوی لپاره مو فعالیتونه ډېر کړي

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته روان دي.

د کډوالو د نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' مشرې امي پاپ په تورخم کې له پاکستانه اخراجېدونکو افغان کډوالو سره کتلي دي.

د دغه سازمان د افغانستان څانګې پرون چهارشنبه پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر د مېرمن پاپ په حواله ویلي چې د افغانانو لپاره یې فعالیتونه ډېر کړي دي.

دوی خپلو دغو فعالیتونو ته د ژوند ژغورنې د هڅې نوم ورکړی دی.

تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام هم ویلي وو چې له پاکستانه اخراج شویو لسګونه زره کسانو سره یې مرسته کړې، خو ډېری دغو کسانو ویلي چې ورسره شوې مرسته د دوی د اړتیاوو بسنه نه کوي.

پاکستان د نومبر په لومړۍ نېټه له هغه هېواده د څه باندې ۱۷ لکه بې اسناده افغانانو د ایستلو لړۍ پيل کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو چارواکو ویلي چې تراوسه شاوخوا ۴۸۰ زره افغانان له پاکستانه ستانه کړای شوي او دغه لړۍ لا روانه ده.