بدخشان کې ترافیکي پېښه؛ یو تن مړ او ۱۰ نور ټپیان شول

د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت

په بدخشان کې په یوه ترافیکي پیښه کې یوتن مړ شوی او لس تنه نورټپیان دي.

په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو اوفرهنګ سرپرست رئیس حکمت الله محمدي وایي، دا پېښه نن له غرمې مخکې د دې ولایت په شغنان ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې یوفلانکوچ ډوله موټرله لارې واوښت.

د محمدي په خبره، په دې پېښه کې یوه اولس کلنه نجلۍ مړه شوې.

هغه زیاته کړه چې د پېښې نورټپیان د شغنان مرکزي کلینیک ته انتقال شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

په افغانستان کې د موټر چلوونکو بې پروایي او د لارو خرابوالی د ترافیکي پیښو اساسي لاملونه بلل کیږي.