ضمیر کابلوف له امیرخان متقي سره لیدلي

د امیرخان متقي او ضمیر کابلوف یو ګډ تصویر

په کابل کې د روسیې سفارت نن تایید کړه چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیرکابلوف کابل ته په سفر کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.

دې سفارت په خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې یوازې د دغې لیدنې خبر ورکړی اوله متقي سره یې د هغه د ترسره شویو خبرو نور جزییات یې ندي ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي بیا نن په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې په دې کتنه کې چې نن چهارشنبې له غرمي مخکې وشوه، د افغانستان او روسیې پردوه اړخیزو اړیکو، د سوداګرۍ ودې او سیمه ییزو او نړیوالو میکانیزمونو کې د طالبانو د حکومت د حضورپه اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

د ښاغلي بلخي په خبره، ضمیر کابلوف وویل، روسیه چمتو ده چې له افغانستان سره د سوداګرۍ اړیکې لا پراخې کړي او افغان سوداګرو ته اجازه ورکړي چې روسیې ته ولاړ شي او د دواړو هېوادونو ترمینځ پرسوداګریزو فرصتونو خبرې اترې وکړي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشرځانګړی استازی له ښاغلي متقي سره دغه کتنه داسې مهال کیږي چې د مسکو فارمټ په غونډه کې چې د روسیې د تاتارستان جمهوریت په کازان ښارکې د سپټمبرپه ۲۹ جوړه شوې وه، امیرخان متقي هم ګډون کړی و.