د میدان وردګ د ځینو سیمو اوسېدونکي د روغتیايي خدماتو له نشتوالي شکایت کوي

په میدان ښار کې د مرکزي روغتون یوه څنډه

د میدان وردګ ولایت د لرې پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکې د روغتیايي خدماتو له نشتوالي شکایت کوي.

دوی وايي، هیڅ ډول روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

ځايي اوسېدونکي زیاتوي، ډېری وخت یې ناروغان د لویو لارو په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي.

د دوی په وینا، د سړکونو د خرابوالي له کبله او د ژمي په موسم کې یې ستونزې څو برابره ډېرېږي.

نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د میدان وردګ ولایت راپور