لوړپوړو امریکايي او پاکستاني نظامي چارواکو د سیمې پر امنیت خبرې کړي

د عکس ښي لور ته د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر او چپ لور ته د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له قومندان جنرال مایکل ایریک کوریلا

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر، چې له لسو ورځو راهیسې د امریکا په متحدو ایالتونو کې دی، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له قومندان جنرال مایکل ایریک کوریلا سره د سیمې پر امنیت خبرې وکړې.

د پاکستان پوځ پرون سې شنبې په یوه خبرپاڼه کې د جنرال کوریلا او منیر د کتنې وخت ته له اشارې پرته ویلي چې دوی په دې کتنه کې چې په فلوریډا کې یې وکړه، د ځواکونو د روزنې او نورو پوځي مرستو په اړه هم خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د امریکا د روان سفر په لړ کې د دغه هېواد له دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت له سلاکار سره هم لیدلي دي.

جنرال عاصم منیر په داسې حال کې امریکا ته تللی چې په هېواد کې یې ناامنۍ اوج نه رسېدلي دي.

نوموړی هڅه کوي چې د روانو ناامنیو پر وړاندې د امریکا ملاتړ ترلاسه کړي.