د اوکراین ولسمشر د روسیې د یرغل د درېیمې کلیزې په مناسبت خبري کنفرانس ورکړ

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلینسکي

په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې د یرغل درېیم کال رانژدې کېږي په پام ده چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د ۲۰۲۳ کال د پای ته رسېدو په مناسبت نن په یوه خبري کنفرانس کې خبرې وکړي.

په داسې حال کې چې پر ټول اوکراین د روسیې توغندويي او د بې پیلوټه الوتکو حملې روانې دي، ټاکل شوې چې دا خبري غونډه نن د کییف په وخت د ماښام په ۶ بجو تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې جوړه شي.

د ښاغلي زیلینسکي وروستی خبري کنفرانس د روان کال د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د یرغل د کلیزې په مناسبت جوړ شوی و.

نننی خبري کنفرانس داسې مهال جوړېږي چې سپینې ماڼۍ په روانه میاشت کې له اوکراین سره د نورو پوځي مرستو خبر ورکړی او اروپايي بانک د دې هېواد د بیا رغونې لپاره د ۴،۳ میلیارد ډالره مرسته تصویب کړه.