د ژولیا پارسي د خوشې کېدو هرکلی او د نورو فعالانو پر خلاصون ټینګار

ښځینه فعاله ژولیا پارسي چې طالبانو بندي کړې وه او بېرته یې خوشې کړه

د طالبانو له زندانه د ښځو د حقونو د دوو فعالانو له ازادۍ وروسته، د بشري حقونو یو شمېر ملاتړي بنسټونه غوښتنه کوي چې له طالبانو سره زنداني نور فعالان او فعالانې دې هم خوشې شي.

دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي د طالبانو په زندان کې له درې میاشتنې بند وروسته د دوشنبې په ورځ خوشې شوه. ندا پرواني بیا د تېرې پنج‌شنبې په ورځ د طالبانو له بنده ازاده شوې وه.

اوس د بښنې نړیوال سازمان وايي، د ښځو د حقونو د دې دوو فعالانو له خوشې کېدو پرته، منیژه صدیقي او پریسا ازاده لا هم د طالبانو په قید کې دي.

سمیرا حمیدی، د بښنې نړیوال سازمان غړې

د دې سازمان د جنوبي اسیا څانګې کمپاینرې د دوشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه غوښتنه کړې چې د بشري حقونو د فعالانو د ازادۍ لپاره په ګډه کار او فشار راوړلو ته دوام ورکړي.

د بشري حقونو یو بل ملاتړي سازمان فریډم نو بیا په خپله ایکس‌پاڼه د طالبانو له زندانه د ژولیا پارسي د ازادۍ هرکلی کړی او هر څه ژر یې د پریسا ازاده، منیژې صدیقي او ټولو هغو خبریالانو او فعالانو د خلاصون غوښتنه کړې چې د طالبانو له‌خوا په خپل‌سري ډول نیول شوي دي.

راپورونه وايي چې د ښځو د حقونو فعالانې او معترضینې پریسا ازاده او منیژه صدیقي له دوو میاشتو را پدېخوا د طالبانو په زندانونو کې دي او تر څنګ یې یو شمېر خبریالان او فعالان هم له طالبانو سره بندیان دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د معترضو ښځو او نورو فعالانو د نیولو لامل نه‌دی ښودلی، خو د یو شمېر خبریالانو د نیولو په اړه یې ادعا کړې چې دوی د ځینو نورو لاملونو پر بنسټ نیول شوي دي.

په ورته وخت کې د شنبه‌های ارغواني غورځنګ وايي، د طالبانو په زندان کې پراته فعالان د عدالت غوښتنې له امله زنداني شوي دي.

د دې غورځنګ مشرې مریم معروف اروین ازادي راډیو ته وویل:

"دا بسنه نه‌کوي، موږ هر څه ژر د ټولو هغو معترضو ښځو، د بشري حقونو فعالانو، مدني فعالانو، خبریالانو، د پوهنتون استادانو او مخکنیو امنيتي او دفاعي ځواکونو د ازادۍ غوښتنه کوو چې د حق، عدالت او ازادۍ غوښتنې له امله د طالبانو په زندانونو کې دي. "

له دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ د بشري حقونو د فعالانو په ګډون د طالبانو په زندانونو کې د مخکنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، خبریالانو، مدني فعالانو، دولتي کارکوونکو او د غیردولتي موسسو د استازو د ازادۍ غوښتنه کړې وه.

طالبانو د خپلې دویمې ځلي واکمنۍ له پیل راهیسې، د معترضو ښځو په ګډون چې د افغان نجونو د زده‌کړو، کار او یو شمېر نورو حقونو د خوندیتوب لپاره یې لاریونونه پیل کړل، ډېر شمېر نور فعالان هم زنداني کړل چې ډېر یې د یو څه وخت زندان تېرولو وروسته بېرته خوشې کړل.

خو تر ننه یې د خپلو دې ډول خپل‌سرو نیونو په اړه رسنیو سره دقیق معلومات او لاملونه نه‌دي شریک کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ