د یوناما مشره د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان وضعیت په اړه معلومات ورکوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا

ټاکل شوې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا سبا چارشنبې د لیندۍ ۲۹مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما پر خپله ایکسپاڼه خبر ورکړی چې دا غونډه د کابل په وخت د ماښام په اوه نیمې بجې پیلېږي.

امنیت شورا په وروستیو څو اوونیو کې د افغانستان په اړه څو غونډې جوړې کړي.

دې شورا د لیندۍ په ۲۴مه هم د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د افغانستان د امنیتي، اقتصادي، بشري او ټولنیز وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل.