امنیت شورا په غزه کې د تاوتریخوالي درېدو په تړاو رایه ورکونه وځنډوله

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې انځور

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د تاوتریخوالي د سملاسي درېدو او د ټولو اسراییلي یرغمل شویو د خوشې کېدو په اړه د یوه پرېکړه لیک پر سر رایه ورکونه وځنډوله.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې دغه اقدام د دې لپاره وشو چې د اسراییل د نژدې متحد امریکا د بلې ویټو یا رد رایې مخنیوی وشي.

د امریکا متحده ایالتونو د تېرې جمعې په ورځ په غزه کې د سملاسي اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړ.

یو شمېر لویدیځو هېوادونو لکه بریتانیا، جرمني او فرانسې د اسراییل له چارواکو غوښتي چې غزه کې اوربند وکړي، خو د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو ویلي، جګړه به تر هغو دوام ولري چې په خبره یې دا ډاډ ترلاسه شي چې غزه بیا د ترهګرۍ په مرکز نه بدلېږي.