نی د افغان خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

ارشیف

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی په دغه هېواد کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

دغې ادارې تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېرو څو ورځو کې دوی د خبریالانو د توقیف او له هغوی سره د ناوړه چلند څو پېښې کتلي دي.

د خبرپاڼې له مخې طالبانو د یکشنبې په ورځ په پروان کې د طلوع نیوز خبریال روح الله سنګر او تر هغه مخکې په کندهار کې د تمدن تلوېزیون خبریال عبدالرحیم محمدي او پروان کې یو بل خبریال ضمیر ظهیر توقیف کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم په یوه خبرپاڼه کې ورته اندېښنه څرګنده کړې.

د رسنیو د ملاتړ دې دواړو بنسټونو د طالبانو له حکومته غوښتي چې ژر تر ژره توقیف شوي خبریالان ازاد کړي.

د طالبانو چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.