سپینه ماڼۍ اوکراین ته د اضافي پوځي مرستې یوه بله بسته سپاري

اوکرایني ځواکونه د جګړې لومړۍ کرښه کې

سپینه ماڼۍ وايي، په پام کې لري چې د روان کال له پای ته رسېدو مخکې اوکراین ته د اضافي پوځي مرستې یوه بله بسته وسپاري.

د دې بستې دقیقه اندازه نه ده ښودل شوې، خو سپینې ماڼۍ پرون وویل چې په دې پسې باید کانګرس د نورو مرستو په برخه کې له ځنډ پرته اقدام وکړي.

ولسمشر جوبایډن د کانګرس له غړو په تېره له جمهوریپالو وکیلانو غوښتي دي چې زړه نازړه توب یوې خوا ته کړي او هغه طرح تصویب کړي چې ده د سرحدي امنیت، اسراییل او اوکراین لپاره د څه باندې سل میلیارد ډالره بېړنۍ مرستې غوښتنه په کې کړې.

په دې بسته کې د اوکراین برخه ۶۱ میلیارد ډالر ده.