خپلو وګړو ته د امریکا سپارښتنه: افغانستان ته سفر ونه کړئ

د کابل ښار یوه څنډه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکایي وګړو ته سپارښتنه کړې چې پر هر دلیل چې وي، افغانستان سفر ونه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبې په خپله ویبپاڼه کې په یوه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې یو شمېر ترهګرې ډلې فعالې دي او هم امریکایي اتباع په دې هېواد کې د طالبانو له خوا په غلطه د زنداني کېدو له خطر سره مخامخ دي.

د اعلامیې له مخې طالبانو مرستندویه او د بشري چارو کارکوونکي ځورولي یا یې بندیان کړي او زیاتوي د بهرنیانو فعالیتونو ته کېدای شي د شک په سترګه وکتل شي او د یوچا د نیول کېدو دلیل ښایي روښانه نه وي.

امریکایي اتباعو ته افغانستان د نه تلو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په کابل کې د امریکا سفارت خپل فعالیت ځنډولی او د امریکا حکومت هم نه‌شي کولای په افغانستان کې امریکایي وګړو ته هر ډول بېړني خدمتونه ورسوي.