د ایران لخوا د نږدې ۲ سوو افغان بندیانو خوشې کول او د طالبانو حکومت ته سپارل

د افغانستان په نقشه کې هرات ولایت

د افغانستان په لویدیځ کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وایي چې ایران ۱۹۳ افغانان زندانیان ازاد کړي او دوی ته یې سپارلي دي.

په نیمروز کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نن ( د قوس ۲۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه شمېر افغانان د اسنادو نه درلودو له کبله د زاهدان په الغدیر زندان کې بندیان وو.

په دې وروستیو کې په ایران کې میشتو افغان کډوالو شکایتونه کړي چې د ژوند او کار کړۍ پرې تنګه شوې او د اخراج له ګواښ سره مخامخ دي.

ایران په تېرو نهو میاشتو کې نژدې درې سوه افغان زندانیان ازاد او د افغانستان لوري ته سپارلي دي.

د ایران له زندانه د افغان کډوالو د ازادېدو خبر داسې مهال ورکول شوی چې نن د دسمبر اتلسمه د کډوالو نړیواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري وایي، دا مهال څه باندې ۸ میلیونه افغانان د کډوالۍ یا په کور دننه د بې ځایه کېدنې شپې ورځې تیروي.