د خوړو نړیوال پروګرام: له پاکستانه ایستل شویو ۲۸۰ زرو افغانانو سره مو مرسته کړې

له پاکستانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال

د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو.ایف.پي) وایي، تراوسه یې له پاکستانه راستانه کړل شویو ۲۸۰ زره افغانانو سره مرسته کړې ده.

دغې ادارې نن پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې دغو مرستو کې خوراکي توکي او نقدې پیسې شاملې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وړاندې ویلي، یوشمېر هغه افغانان چې له پاکستانه ایستل شوي نه پوهیږي چې څه وکړي او له ساړه ژمي څخه د ژغورنې لپاره چېرته پناه یوسي.

د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو له ډاډ سره سره بیا یوشمېر اخراج شویو افغانانو ازادي راډیو ته ویلي چې مرسته ورسره نه ده شوې او که شوې هم ده په خبره یې د دوی اړتیاوو ته بسنه نه کوي.

په ورته وخت کې د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې به د خوراکي ناورین له کبله د ۲۰۲۴ کال په پيل کې له هرو درېیو ماشومانو یو یې وږی وي.

د دغه بنسټ په خبره، په نوي میلادي کال کې به شاوخوا ۸ میلیونه ماشومان په افغانستان کې د لوږې له یوه ډول سره مخامخ وي.