پر اوکراین د روسیې د پنځو بې پيلوټه الوتکو توغول کېدل

تصویر له ارشیفه

روسیې نن سهار وختي د اوکراین پر څلورو سیمو پنځه بې پیلوټه الوتکې توغولې دي.

د اوکراین د وسله وال پوځ د هوایي ځواکونو څانګې ویلي چې دغه پنځه واړه الوتکې د دوی د هوایي دفاع سیستم له خوا را نسکورې شوي دي.

هوایي ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې بې له دې چې د سر او مال د احتمالي زیانونو یادونه وکړي ویلي چې دغه الوتکې په میکولایف، دنیپروپتروسک، وینیتسیا او خمېلنتسکي سیمو کې ویشتل شوې دي.

روسي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

روسیه وخت ناوخت پر اوکراین د بریدونو پر مهال له انتحاري بې پیلوټه الوتکو کار اخلي.