د روسیې پر یوې هوایي اډې د اوکراین د بې پيلوټه الوتکو برید

د پېښې سیمه

اوکرایین د روسیې دننه یوه هوایي اډه د ډرون بریدونو په مټ هدف ګرځولې ده.

د کرملین یوه منتقد ټلګرام چینل او د استرا خپلواکې رسنۍ د هغو ډرونونو ویډیوګانې خپرې کړي چې د موروزوسک ښارګوټي له فضا تېرېدل.

په دې ښار کې د روسیې د بم غورځونکو جنګي الوتکو یوه هوايي اډه ده.

د روسیې د روستوف سیمې والي واسیلي ګولوبېف د هوایي اډې په اړه څه نه دي ویلي، خو ویلي یې دي چې ګڼ ډرون بریدونه شوي او اکثر یې په هوا کې شنډ کړای شوي.

اخوا د روسیې بېلګورود ساحې والي ویاچیسلاو ګلادکوف هم تایید کړې چې یو کلی د اوکرایین تر سختو بریدونو لاندې راغلی دی.