مجاهد کابل ته د مولانا فضل الرحمان د سفر بلنه تایید کړه

مولانا فضل الرحمان او د طالبانو د حکومت سفیر

د طالبانو حکومت تایید کړه د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ته یې د کابل د سفر بلنه ورکړې ده.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد په دې اړه په یوه ویډیو کې چې ملي راډیو او تلویزیون نن پر خپله ایکسپاڼه کې خپره کړې ده، داسې ویلي:

" د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر محترم فضل الرحمان دعوت شوی چې کابل ته راشي. طبعاً د افغانستان د خلکو او د اسلامي امارت له نیت او ارادې څخه د پاکستان خلک خبرولی شي."

ښاغلي مجاهد زیاته کړه، د طالبانو حکومت غواړي چې د تبلیغاتو مخه ونیسي او موجود حقیقتونه د پاکستان له خلکو سره شریک کړي.

د ده په وینا، مولانا فضل الرحمان په دې لړ کې ښه رول لوبولی شي.

پرون جمعیت علمای اسلام ګوند پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي وو چې په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سرداراحمد شکېب د فضل الرحمان هستوګنځی ته ورغلی او هغه ته یې د کابل د سفر بلنه ورکړې ده.