جان اڅکزی: ترهګرو ته د طالبانو پناه ورکول به ویجاړوونکې پایلې ولري

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزی

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزي پرون خبرداری ورکړ چې د طالبانو د حکومت له لوري ترهګرو ته د پناه ورکړه او ملاتړ به ویجاړوونکې پایلې ولري.

ده چې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل چې پاکستاني چارواکو طالب چارواکو ته په ځلونو وریاده کړې چې هغه ترهګر پاکستان ته وسپاري چې د افغانستان له خاورې په استفادې په پاکستان کې بریدونه کوي.

پاکستان په وروستیو کې د افغانستان د طالبانو پر رژیم د ټي ټي پي په خاطر فشار زیات کړی دی، خو افغان طالبان وايي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د بل هېواد پر ضد د افغانستان خاوره وکاروي.