په پام کې ده چې ترکیه، رومانیا او بلغاریا په تور سمندرګي کې د لامبوزنو ماینونو د پاکولو په اړه یوه موافقه لاسلیک کړي.
د ترکیې دفاع وزیر یاسار ګولر پرون( د ډسمبر ۱۷) وویل چې په دې اړه موافقه له څو میاشتو خبرو وروسته لاسلیکېږي.
د تور سمندرګي په حوزه کې د ناټو غړو هېوادو د روان کال په اپریل کې د پولنډ، ګرجستان، او اوکراین له چارواکو سره په کتنه کې پر اوکراین د روسیې له بې دلیله یرغل وروسته په تورسمندرګي کې د ځای پرځای شویو ماینونو د پاکولو په اړه خبرې وکړې.
همداراز د دې درېیو هېوادونو دفاع وزیرانو په تېره اکتوبر میاشت کې په بروکسل کې او تېره میاشت په انقره کې پر دې طرح د وروستیو خبرو لپاره غونډې وکړې.