د سپین بولدک له لارې له پاکستانه د څه باندې درې سوه کډوالو کورنیو ستنېدل

له پاکستانه یو شمېر ایستل شوي افغانان

په کندهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، په تېرو درېیو ورځو کې د سپین بولدک له لارې د افغان کډوالو له ۳۲۰ زیاتې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پرون پر خپله اېکس پاڼه خبر ورکړ چې د راستنېدونکو کډوالو د نوم لیکنې د کمېتې مسوولانو د تخته پل ولسوالۍ په انځرګل کمپ کې ۳۲۲ راستنې شوې کورنۍ ثبت کړې دي .

په بیان کې نه دي ویل شوي چې دا کورنۍ په خپله خوښه هېواد ته راغلي او که په جبري ډول له پاکستانه ایستل شوې دي.

د پاکستان موقت حکومت د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ چې د چارواکو په وینا په دې هېواد کې د استوګنې اسناد نه لري د نوامبر په لومړۍ نېټه پیل کړه.

د نړیوالو ټولنو او طالب چارواکو د معلوماتو له مخې، تر اوسه له ۴۶۰ زرو ډېر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.