د افغانستان لپاره د برېتانیا شارژدافیر له یو شمېر طالب چارواکو سره لیدلي

د افغانستان لپاره د برېتانیې د سفارت شارژدافیر، رابرټ ډیکسون

د افغانستان لپاره د برېتانیې د سفارت شارژدافیر وايي، په کابل کې یې د طالبانو د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او یو شمېر نورو طالب چارواکو سره لیدلي.

رابرټ ډیکسون د جمعې په ورځ پر خپلې اېکس شبکې یا پخواني ټویټر لیکلي، په دې کتنو کې يې د سیمې د امنیت او ثبات، روغتیا او زده کړو د هغې ډلې د نجونو د زده کړو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي ډيکسون د دې کتنو په اړه نور جزییات نه ورکړي.

له بلې خوا د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز نن پر خپلې ایکس شبکې لیکلي، د ریاست والوزرا مرستیال د پنجشنبې په ورځ له برېتانوي چارواکي سره په خبرو کې ویلي چې د طالبانو حکومت له برېتانیا او نړۍ سره ښې او مثبتې اړیکې غواړي.

څه باندې دوه کاله کیږي چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، خو تراوسه د نړۍ هیڅ هیواد د دوی حکومت په رسیمت نه دی پېژندلی.

د بشر د حقونو؛ په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو د حقونو رعایت او د ټولګډونه حکومت جوړول د طالبانو د حکومت د رسیمت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې اساسي شرطونه دي.