روسیې او اوکراین د یو بل د لسګونه بې پيلوټه الوتکو د نسکورولو ادعا وکړه

د روسیې او اوکراین جګړه کې یوه کارېدونکې بې پيلوټه الوتکه

ماسکو او کییف ادعا کړې چې د اوکراین په خاوره کې، په کریمیا ټاپوزمه کې چې روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړې ده، په کییف کې او د اوکراین په جنوبي او ختیځو برخو کې د یوه بل په لسګونو بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو پرون ناوخته د ښار استوګنو ته لارښوونه وکړه چې پناه ځایونو ته مخه کړي.

وروسته د پلازمېنې د پوځي ادارې مشر سیرهي پوپکو وویل چې څوک نه دې وژل شوي او په ښار کې هم ډیر کم زیان اوښتی دی.

د روسیې دفاع وزارت بیا پرون وویل چې د کریمیا ټاپوزمه په فضا کې یې شپږ ویشت اوکرایني ډرون الوتکې ویشتلې دي.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر بیا وویل چې تېره شپه یې څه باندې دېرش بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.