د افغانستان برېښنا شرکت: له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د پېرلو قرارداد تمدید شو

د افغانستان د برېښنا شرکت لوګو

د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د پېرلو قرارداد یې تمدید کړی دی.

دغه شرکت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا قرارداد ازبکستان ته د افغانستان برېښنا شرکت د اجرايي ريیس محمدحنیف حمزه د سفر په ترڅ کې تمدید شوی دی.

ښاغلي حمزه په دې سفر کې افغانستان ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا د اندازې د ډېرېدو او د تعرفې یا لګښت د کمېدو غوښتنه کړې ده.

افغانستان پر ازبکستان سربېره له ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه برېښنا واردوي.

حاضردمه د افغانستان شاوخوا ۷۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هیوادونو څخه واردیږي.