نن د افغانستان پر ۱۷ ولایتونو د ورښتونو اټکل شوی

له ارشیفه: د افغانستان یوه سیمه چې باران ځپلې

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت وزارت د هواپېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې نن به هم د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې ورښتونه وشي.

د دې ادارې پر اساس، په هرات، نیمروز، فراه، بادغیس، کندهار، زابل، دایکنډي، غور، فاریاب، سرپل، میدان وردک، غزني، سمنګان، بلخ او جوزجان کې د واورې او باران احتمال شته.

په وروستیو کې ډېرو کروندګرو د ورښتونو د نه کېدو او احتمالي وچکالۍ له درکه اندېښنه ښکاره کړې وه.