ترکیه: د قاچاق او ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره مو د ایران پر پوله یو ستر دېوال جوړ کړ

د ایران او ترکیې د پولې یو مخکینی تصویر

ترکیې پرون اعلان وکړ چې د خپل هېواد په ختیځ کې یې له ایران سره په پوله کې د ۱۷۰ کیلومتره دېوال د جوړولو چارې بشپړې کړې.

ترکیې له ایران څخه د قاچاق او کډوالو د مخنیوي لپاره د دې دېوال د جوړولو کار څو کاله وړاندې يیل کړی و.

ترکیې ته ګڼ شمېر افغان کډوال د ایران له لارې تللي دي.

د ترکیې د رسمي خبري اژانس، انادولو د راپور له مخې، اوس د ترکیې ځانګړي ځواکونه له ایران سره په پوله کې اېښودل شوي ماینونه پاکوي.

د دغه اژانس پر اساس، له دې ایسته به د ترکیې امنیتي ځواکونه په بې پېلوټه الوتکو او پرمختللې ټکنالوژۍ د دې پولې څارنه کوي.