کاناډا د منځنۍ اسیا هېوادونو او پاکستان کې د خطر ځپلو افغانانو لپاره ۲۱ میلیونه ډالره مرسته وکړه

له ارشیفه د یو شمېر افغان پنا غوښتونکو تصویر چې کاناډا خپلې خاورې ته لېږدولي

د کاناډا حکومت ۲۱ میلیونه کاناډايي ډالره د هغو افغانانو ملاتړ ته ځانګړي کړي چې د خوندیتوب لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو او پاکستان ته تللي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان یا آی او ایم پرون (جمعه) وویل چې د کاناډا د حکومت دا مرسته به چې دغه سازمان ته یې ورکړې، په قزاقستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې د روغتیا په شمول د افغان کډوالو پر اړتیاوو ولګول شي.

کاناډا د لوېدیځ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په وروستیو دوو کلونو کې یې لسګونه زره افغانانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.