د بخښنې نړیوال سازمان د 'ندا پرواني' د خوشې کېدو هرکلی وکړ

ارشیف

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو له بنده د ښځو د بشري حقونو مدافع ندا پرواني او د هغې د خاوند د خوشې کېدو هرکلی کوي.

دغه سازمان نن پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویتر لیکلي، د اغلې پرواني خوشې کېدل یو مثبت پرمختګ دی.

وړاندې ویل شوي، پرواني باید نه وه بندي شوې.

د راپورونو له مخې، ندا پرواني چې د روژې میاشتې په پای کې له خپل خاوند او ماشوم سره په کابل کې نیول شوې وه، د چهارشنبې په ورځ په ضمانت خوشې شوه.

د بخښنې نړیوال سازمان یوځل بیا د ښځو حقونو د مدافعینو ژولیا پارسي، مینژې صدیقي او پریسا ازاده د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان د هغوو کسانو چې د بشري حقونو او د بې عدالتي پر وړاندې غږ پورته کوي او په خپلسري ډول نیول او زندان ته اچولي کېږي، د خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده.