د امریکا او اسراییل چارواکي: د حماس پر ضد عملیات ښايي څو میاشتې وخت ونیسي

غزه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو یو انځور

د امریکا یو جګپوړي چارواکی وايي، متحدوایالتونو او اسراییلو دواړو منلې ده چې د حماس د سختدریځې ډلې پر ضد عملیات ښايي څو میاشتې وخت ونیسي، خو په عین حال کې چارواکي پر هغه مهالوېش هم بحث کوي چې د حماس ډلې د مشرانو د په نښه کولو لپاره له پراخو پوځي عملیاتو څخه د دقیقو پوځي عملیاتو پر لور ولاړ شي.

د امریکا متحدایالات او اروپايي ټولنه حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.

دا خبره نن وکړه او دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د اسراییلو په پوځي عملیاتو کې د انساني تلفاتو له کبله اندېښنې په زیاتېدو دي.

د متحدایالتونو د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوان له اسراییلي چارواکو سره تر خبرو وروسته د فلسطينیانو له ولسمشر محمدعباس سره وکتل او له جګړې وروسته د کلابندې غزې پر برخلیک یې خبرې ورسره وکړې.

د امریکايي چارواکو په وینا، په دې خبرو کې احتمالاً غزې ته د هغو فلسطیني امنیتي ځواکونو بېرته راوستل هم شامل دي چې حماس ډلې په ۲۰۰۷ کال کې له دندو لیرې کړي وو.