د لغمان په الیشنګ کې اورلګېدنه؛ طالبان: ۱۲۰ جریبه ځنګل سوځېدلی

ارشیف: له دې مخکې د افغانستان په خوست کې په یوه غره کې اورلګېدنې زیانونه اړولي وو.

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د میل درې په رنجون غرونو کې لګېدلی اور وروسته له څلور ورځو پرون د لیندۍ په ۲۳مه نېټه د ځايي اوسېدونکو په همکارۍ مهار شو.

دا اورلګېدنه د لیندۍ په شلمه د دوشنبې په ورځ چې د غرونو نړیواله ورځ هم وه، پیل شوې وه او په یاد ولایت کې د طالبانو حکومت د چارواکو په خبره د ځنګل شاوخوا ۱۲۰ جریبه ځمکه یې سوځولې.

د لغمان ولايت د اليشنګ ولسوالۍ لپاره د طالبانو حکومت ولسوال قاري عبدالقاهر ازادي راډیو ته وویل، دغه اورلګېدنه د سیمې د اوسېدونکو او د مسلکي ډلې په مرسته چې د ولایتي ادارې لخوا لېږل شوې وه، مهار شوه.

دا چې د دې اورلګېدنې لامل څه و او څومره زیان یې اړولی، په دې اړه نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "ډېر وخت کېږي چې هلته باران نه دی شوی، هلته شپونکي اوسېږي هغوی نه څه بې احتیاطي شوې او غر اور اخیستی و. ځاني زيان نه شته، خو خلکو ته مالي زیان اوښتی، د نښتر او د سیورې ونې سوځېدلې دي."

د الیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی دادي خان ازادي راډيو ته وویل: "موږ ځوانان هم ولاړو ساحې ته او د طالبانو مشران هم ساحې ته راغلي وو او کوم ځوانان چې هلته تللي وو د هغوی لپاره د ډوډۍ او د خوراکي توکو همکاري هم هغوی کړې وه. پرون مو هلته اور مهار کړ، خو اوس هم یو څه کسان هلته دي."

خو دوه ورځې وړاندې د سیمې اوسېدونکو ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې په تېرو دوو ورځو کې یواځې ولسي خلک د اور د مړ کولو هڅې کوي او د طالبانو حکومتي چارواکي د اور وژنې لپاره سیمې ته نه‌ دي ورغلي.

د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د طبیعي میراثونو د ساتنې رییس حامد صافي هم ازادي راډيو ته وویل چې د امکاناتو د نشتوالي او غرنۍ سیمې ته د رسېدو د ستونزو له امله د اورلګېدنې مهار یو څه وځنډېد، خو د خلکو په مرسته دوی وتوانېدل چې اور مړ کړي.

صافی په دې اورلګېدنه کې د ۱۲۰ جریبه ځنګل سوځېدل، يو لوی زیان بولي.

نوموړي د دې ځنګلونو د ارزښت په اړه وویل: "دغه ځنګلونه خلکو ته چاپېریالي او اقتصادي ارزښت لري، اقتصادي ارزښت يې دا دی چې خپل مالونه هلته د څر لپاره وړي او بل هلته د چارمغزو او ځنغوځیو ونې دي او ترې ګټه پورته کوي او چاپېریالي ارزښت يې دا دی چې د هوا ککړتیا کموي، د سېلابونو او اوبو په کنټرول او د اوبو په مدیریت کې رول لري."

تر دې مخکې د روان لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په ۵مه د لغمان د ګاونډیو ولایتونو کونړ او نورستان په ځنګلونو کې هم اور لګېدلی و چې له څو ورځو تېرېدو وروسته د سیمه ییزو خلکو په مرسته مهار شو.

هغه مهال پېښو ته د رسېدوپه چارو کې د طالبانو حکومت د دولت ويلي وو، په دې اورلګېدنه کې ۱۸۰ هکتاره ځنګل سوځېدلی دی.