یولوا یوهانسن: ځینو اروپايي هېوادونو د نږدې ۶۱زره کډوالو د منلو ژمنه کړې

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنره یولوا یوهانسن

د اروپايي ټولنې یوه چارواکې وايي، د دې ټولنې ځینو غړو هېوادونو ژمنه کړې چې نږدې ۶۱زره کډوال په راروانو دوو کلونو کې ومني.

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنرې یولوا یوهانسن دا خبره پرون پنجشنبه په جینیوا کې په یوه کنفرانس کې وکړه.

هغې ویلي، اروپايي ټولنې له ۲۰۱۵م کال راهیسې د قبولۍ د بشردوستانه پروګرامونو له لارې ۱۷۵زره کسانو ته پناه ورکړې ده.

هغې ویلي، اوس خوشحاله ده، چې د اروپايي ټولنې څوارلسو غړو هېوادونو ژمنه کړې چې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵م کلونو کې به د بیامېشتولو او د بشري قبولۍ پروګرامونو له مخې نږدې ۶۱زره کسانو ته پناه ورکوي.

له دې شمېر به ۳۱زره کسان د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د پروګرامونو له لارې په اروپايي هېوادونو کې ځای پر ځای شي.