د بې پولې خبریالانو ټولنه: په روان میلادي کال کې ۴۵ خبریالان وژل شوي

غزه کې د یوه خبریال د وژل کېدو سیمه

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي، د سږ کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې لږ تر لږه ۴۵ خبریالان د کار په لړ کې وژل شوي دي.

دې ټولنې نن (پنجشنبې) په خپل تازه کالني راپور کې ویلي چې د حماس او اسراییل د جګړې له پیله په غزه کې لږ تر لږه ۱۳ خبریالان د خبریالۍ په ترڅ کې وژل شوي دي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې د راپور پر اساس، که په تېرو ۱۱ میاشتو کې په غزه کې ټول وژل شوي خبریالان په پام کې ونیول شي، نو په دې تړانګه کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۵۶ تنو ته رسیږي.

په دې راپور کې راغلي چې په درسته نړۍ کې ۵۲۱ خبریالان د خپل مسلک په خاطر د حکومتونو له لوري نیول شوي او اوس بندیان دي.