ملګري ملتونه: طالبان د جنسیت له امله تشدد ځپلې ښځې په زندانونو کې ساتي

له ارشیفه د څرخي پله د زندان یو تصویر

ملګروملتو نن په یوه راپور کې وویل، طالبان هغه ښځې چې د جنسیت په خاطر ورسره تشدد کېږي، د خوندیتوب لپاره زندان ته لېږي.

په راپور کې ویل شوي، مخکې تر دې چې د ۲۰۲۱ په اګست کې طالبان واک ته ورسیږي، په افغانستان کې د هغو ښځو د ساتنې لپاره چې په کورنیو کې ورسره زیاتی کېده، د دولت له لوري ۲۳ پناهځایونه یا مرکزونه وو خو اوس د هغو یو هم نه شته.

د طالبانو د حکومت چارواکو په کابل کې د ملګروملتو دفتر ته ویلي دا ډول پناهځایونو ته اړتیا نه شته.

راپور وايي، طالبان هغه ښځې محبس ته استوي چې نارینه خپلوان نه لري څو دوی یې په کور کې واوسي، او یا یې نارینه خپلوان باوري کسان نه وي.

طالبانو له واک ته رسیدو نجونې له شپږم ټولکی پورته له زده کړو او اکثره ښځې په ادارو کې له کار کولو منع کړي او د ښځو د ټولنیز ژوند د محدودیت لپاره یې لسګونه فرمانونه صادر کړي دي.