امنیت شورا او متحدو ایالتونو په ډېره اسماعیل خان کې پر پاکستاني ځواکونو برید غندلی

ډېره اسماعیل خان کې د پاکستان د پوځ یو موټر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون چهارشنبې په یوه اعلامیه کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو وروستی برید په سختو ټکو غندلی او هغه یې یو ناوړه او بې رحمه برید یاد کړی دی.

د اسوشیتید پرس خبري اژانس د راپورله مخې، په اعلامیه کې د دې شورا غړیو له ټولو هېوادونو غوښتنه کړې چې له پاکستانه سره همکاري وکړي او د دې پېښې له عاملانو، تنظیموونکو، مالي تمویلونکو او ملاتړو سره یې حساب وکړي.

د راپورله مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیرانتوني بلینکن هم په خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې دغه برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې د ژورې خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې موږ د پاکستان له خلکو سره ولاړیوو ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې د دې برید عاملان عدالت ته راکاږل شي.

پاکستاني چارواکو پرون چهارشنبې وویل چې د پاکستان په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پریوه ماموریت په ځان وژونکي برید او له هغې وروسته نښتو کې ۲۳ سرتېري وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

چارواکو ویلي، په هغه موټر کې چې ځان وژونکي د پولیسو د ماموریت له لویې دروازې سره چاودنه ورکړې، ۱۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد ځای پرځای شوي وو.

دغه برید چې مسولیت یې د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې ډلې اخیستی، په وروستیو څو میاشتو کې په پاکستان کې ترټولو خونړی برید بلل شوی دی.