افغانستان ته د روسیې د مایع ګازو صادرات دوه برابره شوي

تصویر له ارشیفه

روسیه وایي، په افغانستان کې طالبانو سږکال له دغه هېواد څخه تر تېرکال دوه برابره زیات مایع ګاز اخیستی دی.

رویټرز اژانس د روسیې د صنایعو د ادارې په وینا راپور ورکړ چې د جنوري له میاشتې د سږکال تر نومبر پورې افغانستان نېږدې یوسل او شپږ اویا زره ټنه مایع ګاز له روسیې اخیستی دی او دا د پروسږکال همدې مودې په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

د اوکراین د جګړې له پیلیدو سره اروپایي هېوادونو ته د روسیې د ګازو صادرات کم شوې دي، ځکه چې پر روسیې بندیزونه لګیدلي دي.