د امریکا ځانګړي استازي د اسلامي همکاریو سازمان له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د افغانستان لپار د امریکا ځانګړی استازی، ټوماس ویسټ

د افغانستان لپار د امریکا ځانګړي استازي د اسلامي همکاریو د سازمان له مشرانو سره د افغانستان پر بشري او ا قتصادي وضعیت خبرې وکړې.

ټوماس ویسټ همداراز د افغان کډوالو او افغان نجونو او ښځو د حقونو په تړاو د اسلامي همکارۍ د سازمان له مشرانو سره په سعودي عربستان کې وغږېده.

ښاغلي ویسټ په اېکس پاڼه کې لیکلي دي چې د افغانستان لپاره د اسلامي همکارۍ د سازمان له استازي طارق علي بخیت سره یې د افغانستان په اړه مفصلې خبرې وکړې.

ده د اسلامي همکارۍ له سازمان څخه د دې لپاره مننه کړې ده چې د افغانانو ملاتړ یې کړی دی.

د ټوماس ویسټ په وینا، د اسلامي همکارۍ سازمان له یو شمېر افغانانو سره د خوراکي موادو مرسته کړې او پاکې اوبه یې ورته چمتو کړې دي، همداراز د نورو ډیرو اړینو بشري مرستو په برخه کې د افغانانو څنګ ته درېدلی دی.

ټوماس ویسټ د ډسمبر په پنځمه د سیمې د هېوادونو په سفر وتلی دی چې تر اوسه یې د افغانستان په تړاو له پاکستاني، قطري، اماراتي او سعودي چارواکو سره کتلي دي.

ټاکل شوې ده چې دی به سبا جمعه بېرته متحد ایالتونو ته ستون شي.