د ایران قضایه قوه: د آیت الله عباس علي سلېماني قاتل په دار شو

تصویر له ارشیفه

د ایران قضایه قوې د هغه کس د قصاص خبر تایید کړ چې په اپریل کې د نګهبان شورا د غړي ایت الله عباس علي سلېماني د وژلو مسوول بلل شوی و.

د میزان په نوم رسنۍ چې د ایران د قضایه قوې اژانس دی، خبر ورکړ چې د دسمبر په دیارلسمه دا کس په بابل زندان کې قصاص شو او د قصاص پر مهال د سلېماني د کورنۍ غړي هم حاضر وو.

د قصاص شوي کس نوم نه دی اخیستل شوی او د ایت الله سلېماني د وژلو د پیښې د علت په اړه هم مختلف راپورونه خپاره شوي دي.