بایډن له اوکرایني سیال سره یې په لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر نېږدې اړیکو ټینګار وکړ

د امریکا ولسمشر جوبایډن او اوکرایني سیال یې ولودیمیر زیلینسکي

د امریکا ولسمشر جوبایډن او اوکرایني سیال یې ولودیمیر زیلینسکي پرون په خپله کتنه کې د دواړو هېوادونو پر نېږدې اړیکو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې دا یووالی به لا پیاوړی کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلی بایډن هڅه کوي سیال جمهوریپال ګوند ته قناعت ورکړي چې اوکراین ته د روسیې پرضد جګړه کې د پوځي مرستې لایحه تصویب کړي.

ښاغلي بایډن له زیلینسکي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، روسیه ونه توانېده چې اوکراین د ځمکې له نقشې څخه لیرې کړي.

بایډن د مسکو د یرغل پر وړاندې د درېدو لپاره د اوکراین وړتیا یوه بریا وبلله.

هغه پر کانګرس غږ وکړ چې له اوکراین سره د څو میلیارد ډالر اضافي مرستې لایحه تصویب کړي.

زیلینسکي د هغو اندېښنو په ځواب کې چې اوکرایني ځواکونه د جګړې په ډګر کې ډېر سوکه پرمختګ کوي ګډې خبري غونډې ته وویل، اوکرایني ځواکونه هره ورځ ثابتوي چې دا جګړه ګټلی شي.