د پولنډ نوی صدراعظم: نړیوال دې د اوکراین د ملاتړ لپاره یو لاس شي

ډونالډ ټوسک، د پولنډ نوی صدراعظم

د پولنډ نوی صدراعظم وايي، غواړي چې ازاده نړۍ له اوکراین سره د مرستې لپاره متحده شي.

ډونالډ ټوسک د سه شنبې په ورځ پولنډ پارلمان ته په خپله وینا کې وویل:

"موږ اړتیا لرو چې د اوکراین په اړه په لوړ او روښانه او یو غږ خبرې وکړو. دا هغه مسله ده چې موږ باید متحد کړو، ځکه چې نن موږ ګورو چې ولسمشر زیلینسکي یو ځل بیا هڅه کوي نړۍ ته قناعت ورکړي چې لوبه واقعا څه ده او په اوکراین باندې د روسیې برید پر موږ ټولو یو برید دی."

ډونالډ ټوسک له دې مخکې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۴ پورې هم د پولنډ صدراعظم و.

هغه له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۹ پورې د اروپايي شورا ریاست هم کړی.