میانمار د افغانستان پر ځای د مخدره موادو ستر تولیدونکی هېواد اعلان شو

له ارشیفه د کوکنارو یوه کرونده

په نړۍ کې د مخدره موادو د ستر تولیدونکي په توګه د افغانستان ځای میانمار یا پخوانۍ برما ونیوه.

د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو ضد ادارې، UNODC په نوي راپورکې چې نن خپورشوی ویلې، په افغانستان کې چې تېر۲۰۲۲ کال په ۲۳۳ زره هکتاره ځمکه کې کوکنارکرل شوي وو، سږکال د کوکنارو پرکښت د واکمنو طالبانو له خوا د سختو محدودیتونو په ترڅ کې کم شوی او په څه کم یولس زره هکتاره ځمکه کې کوکنارکرل شوي دي.

خو دې ادارې ویلي چې په میانمارکې وروستي درې کلونه د کوکنارو کر پرله پسې زیات شوی دی.

په جنوبي اسیا کې د مخدره موادو د سروې په اړه د دې ادارې په دغه راپورکې ویل شوي چې په میانمار کې چې تېر کال د کوکنارو کر۳۳ سلنه زیات شوی و، سږ ۲۰۲۳ کال ۱۸ سلنه نور هم زیات شوی او په ۴۷ زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.

د دغه راپورله مخې، له ۲۰۰۲ م کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې میانمار په نړۍ کې د مخدره موادو د سترتولیدونکي په توګه د افغانستان ځای نیسي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۰۱ لومړي کال په وروستیو کې چې امریکا د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود، په افغانستان کې د کوکنارو کر نژدې صفرته رسیدلی و.