راپورونه: ډېره اسماعیل خان کې ۲۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي

ډېره اسماعیل خان کې د پاکستان د پوځ یو موټر

راپورونه وايي چې د پاکستان د پوځ ۲۳ سرتېري په ډېره اسماعیل خان سیمه کې په یوه برید کې وژل شوي.

امنیتي چارواکو او سیمه ایزو سرچینو د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل برید په درابن سیمه کې شوی او پړه یې د تحریک جهاد پاکستان ډلې منلې.

په درابن کې د پولیسو مشر محمد عدنان د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل نن سهار وختي لومړی یو ځانوژونکی برید وشو او ورپسې نښتې وشوې چې په پایله کې یې ۲۳ سرتېري ووژل شول او ۳۴ نور ټپیان شول.

د درابن د پولیسو د تاڼې مشر ذیشان اقبال مشال راډیو ته وویل پېښه هغه مهال وشوه چې پوځیانو د استخباراتې معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته غوښتل په سیمه کې پوځي عملیات وکړي.

درابن، د ډیره اسماعیل خان په ۳۵ کیلومترۍ کې د بلوچستان پر لویه لاره ناامنه جنوبي وزیرستان ته نژدې پروت ښارګوټی دی.

د موقت صدراعظم انوارالحق کاکړ په ګډون د پاکستان ګڼو چارواکو ویلي چې اکثر وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې حملې کوي، خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې رد کړي او وايي چې پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان نه اچوي.