امریکا ته د اوکراین د ولسمشر سفر؛ په خپل هېواد کې یې د اروپا لپاره د پوځي مرکز جوړېدو غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر واشنګټن ته د سفر پرمهال په خپل هېواد کې د اروپا لپاره د یوه پوځي مرکز د جوړېدو غوښتنه کړې.

ولودیمیر زیلینسکي پرون د امریکا د دفاعي کمپنیو له مشرانو سره د لیدنې پرمهال په اوکراین کې د اروپا د دفاعي مرکز د جوړېدو خبره یاده کړه.

ښاغلی زیلینسکي پرون واشنګټن ته ورسېد څو له ولسمشر جوبایډن سره وګوري او له قانون جوړوونکو غوښتنه وکړي چې د روسیې پرضد په جګړه کې د اوکراین پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي.

تمه ده چې زیلینسکي نن ناوخته د امریکا په سنا کې وینا وکړي او د استازو جرګې له جمهوریپال مشر مایک جانسن سره یوازې وګوري.

جمهوریپالو وکیلانو هغه لایحه بلاک کړې چې ولسمشر بایډن د څو میلیارد ډالر په ارزښت له اوکراین سره د پوځي مرستې لپاره کانګرس ته وړاندې کړې ده.