ټام ویسټ: دوحه کې مې بېلابېلو لوریو سره د افغانستان په اړه خبرې ګټورې وې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي چې د قطر او ملګرو ملتونو له چارواکو او یو شمېر افغانانو سره په دوحه کې د ده خبرې ګټورې وې.

ټام ویسټ نن پر اېکس شبکې په یوه بیان کې لیکلي چې په افغانستان کې د ګډو ګټو له هغې ډلې د زده کړو، د کډوالو د خوندیتوب او بشري اړتیاوو په اړه د ده خبرې پای ته رسېدلي.

ښاغلي ویسټ د قطر له صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني څخه له افغانانو سره؛ په تېره بیا په تعلیمي برخه کې د مرستو له کبله مننه کړې.

ویسټ وايي چې د افغانستان په اړه یې د ملګرو ملتونو له چارواکو سره هم خبرې وکړې او همداراز له هغو افغانانو سره یې ولیدل چې په افغانستان کې د ښځو، نارینه وو، نجونو او هلکانو د زده کړو لپاره هڅې کوي.

ویسټ په وروستیو ورځو کې قطر او د سیمې نورو هېوادو ته سفر پیل کړی چې په ترڅ کې یې د افغانستان په اړه خبرې کوي.