په دېره اسماعیل خان کې د انتحاري حملې او نښتې له کبله ۱۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي

ارشيف: پر پاکستاني ځواکونو له بريد وروسته امبولانس د پېښې مړه او ټپيان لېږدوي.

راپورونه وايي چې د پاکستان د پوځ ۱۴ سرتېري په دېره اسماعیل خان سیمه کې په یوه انتحاري حمله او نښته کې وژل شوي دي.

امنیتي چارواکو او سیمه يیزو سرچینو د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې دا برید په دراباند نومي سیمه کې شوی او پړه یې د تحریک جهاد پاکستان په نوم ډلې منلې ده.

د سیمې د پولیسو یو مشر ذیشان اقبال مشال راډیو ته وویل پوځيان هغه مهال ووژل شول چې په سیمه کې د پوځي عملیاتو پرمهال لومړی انتحاري حمله پرې وشوه او ورپسې نښته پیل شوه.

د اقبال په وینا په دې برید کې ۲۸ نور سرتېري ټپيان شوي دي.

دراباند د دېره اسماعیل خان په ۳۵ کیلومترۍ کې د بلوچستان د لویې لارې په اوږدو کې د جنوبي وزیرستان ناامنه سیمې ته نژدې پروت ښارګوټی دی.

یو بل چارواکي مشال راډیو ته وویل چې د وژل شویو پوځیانو شمېر ښايي شلو ته لوړ شي ځکه ځینې ټپیان په ډېر نازک حالت کې روغتون ته انتقال شوي دي.

د پاکستان د موقت صدراعظم انوارالحق کاکړ په ګډون ګڼو پاکستاني چارواکو ویلي چې اکثر وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې حملې کوي خو د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي او وايي پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان نه اچوي.