مېلر: امریکا په افغانستان کې د تروریزم د بالقوه ګواښ په اړه لا هم اندېښنې لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی متیو مېلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وايي، متحد ایالتونه په افغانستان کې د تروریزم د بالقوه ګواښ په اړه لا هم اندېښنې لري او له طالبانو توقع لري چې اجازه ورنه کړي چې افغانستان د ترهګرو پر ځالې بدل شی.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویندوی متیو مېلر دا خبره پرون په واشنګټن کې د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې ایا د ولسمشر بایډن حکومت په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو په اړه اندېښنه لري.

ده همداراز وویل، دا یې په زغرده ویلي چې امریکا له لېرې هم د تروریستانو د ځپلو لپاره د برید توان لري، خو بې له شکه توقع یې ده چې طالبان به اجازه ورنه کړي چې افغانستان د پخوا په شان بیا د تروریستانو پر مرکز بدل شي.