اروپايي ټولنې پر ۶ ایرانيانو او ۵ شرکتونو بندیز لګولی

د اروپايي ټولنې بیرغ

اروپايي ټولنې پرون دوشنبې اعلان وکړ چې د اوکراین خلاف له روسیې سره د ایران د وسله‌والو مرستو په وړاندې یې د خپلو اقداماتو په چوکاټ کې پر ۶ ایرانيانو او ۵ شرکتونو بندیز لګولی دی.

د اروپايي ټولنې شورا په دې اړه په خپله اعلامیه کې ویلي چې په دې بندیزونو کې یې هغه موسسې او کسان په نښه کړي چې د اوکراین پر ضد د روسیې په حملو کې د کارول کېدونکو بې پیلوټه الوتکو په جوړولو کې برخه لري.

د اروپايي ټولنې شورا همداراز ویلي چې دا شپږ تنه او ۵ شرکتونه د دوی له لوري لومړني موارد دي چې پر اوکراین د روسیې له یرغل سره د ایران د ملاتړ په خاطر بندیزونه پرې لګوي.