طالبان: په هرات کې نامعلومو وسله‌والو قومي مشر 'ارباب نعیم خان' وژلی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هرات ولایت موقعیت

په هرات کې د طالبانو د حکومت یوه چارواکي تایید کړه چې یو د ارباب نعیم خان په نوم یو قومي مشر پرون ماښام د دې ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې وویل: "دا پېښه رښتیا ده او د هرات پولیسو ثبت کړې ده."

د ارباب نعیم یوه نږدې خپلوان غلام یحیی عزیزي ازادي راډیو ته وویل چې په موټرسایکل سپرو بریدګرو ډزې کړي او په نتیجه کې یې ارباب نعیم وژل شوی او د زین الله عابد په نوم یو بل کس ټپي او اوس روغتون کې دی.

د راپورونو له مخې، ارباب نعیم په تېر حکومت کې د هرات ښار په شمال کې د کشک رباط سنګي ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان و.

که څه هم طالبان څو څو ځله د یو شمېر پخوانیو پوځیانو او حکومتي چارواکو په وژلو کې په لاس لرلو تورن شوي، خو د طالبانو حکومت په دا ډول پېښو کې لاس لرل رد کړي دي.

په هرات کې طالب چارواکي هم ويلي چې د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ وروستۍ پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.