ریچارډ بینېټ له طالبانو د بشري حقونو د مدافعانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ له طالبانو د بشري حقونو د مدافعانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

هغه نن یکشنبه په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت له طالبانو غوښتنه کړې چې د څلورو فعالانو په ګډون بشري حقونو د ټولو مدافعانو، په خوشې کولو سره د بشري حقونو نړیوالې ورځې درناوی وکړي.

د بینېټ په وینا ژولیا پارسي، منيژه صدیقي، ندا پرواني او پریسا آزاده د سپټمپر له نولسمې نیول شوي او د طالبانو په توقیف کې دي.

په همدې حال کې د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم پرون شنبه د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت له طالبانو د بشري حقونو د مدافعانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

هغې ویلي، ژولیا پارسي، منیژه صدیقي، ندا پرواني، پریسا آزاده او د بشري حقونو نور مدافعان چې د هغې په وینا یوازې د افغانانو د حقونو د دفاع له کبله په بند کې دي، خوشې کړای شي.