د اسراییل ځواکونو په غزه کې د حماس ډلې ۲۵۰ اهداف ویشتلي

په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بمباریو یو انځور

د اسراییل دفاعي ځواکونو نن ویلي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال یې په غزې تړانګه کې د افراطي وسله‌والو ۲۵۰ اهداف چې په هغو کې د وسلو ډیپوګانې او د سمڅو شبکې شاملې وې، ویشتلي دي.

دغو ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، جنګي جېټ الوتکو او د دوی پلیو ځواکونو د حماس افراطي ډلې د ارتباطاتو هغه تاسیسات هم ویجاړ کړي، چې د غزې تړانګې په جنوب کې د یوه جومات تر څنګ وو.

د اسراییل دفاعي ځواکونه وايي، په جنوبي ښار خان یونس کې چې د اسراییل پوځ کور پر کور جګړه پرمخ بیايي، د سمڅو شبکې د دقیقو بمونو په کارونې سره تخریب کړای شوي دي.

په غزې کې روانې جګړې چې په وروستیو کې یې شدت زیات شوی، په زیاتو روغتونونو کې د مراجعینو شمېر زیات کړی دی.

په غزه کې د نصر روغتون ویاند مروان فایض د چین مرکزي تلوېزیون ته ویلي، ګڼ روغتیايي کارکوونکي حتی په دوو میاشتو کې هم خپلو کورونو ته نه دي تللي.

هغه زیاته کړه: "له کله چې د شخړې نوی پړاو پیل شوی، په غزې تړانګه کې نصر او ټول نور روغتونونه ډک دي. د اسراییل پوځ پر غزې خپلو بمباریو ته دوام ورکړی چې د ډېرو مرګ ژوبلې سبب کېږي. د روغتون په ټولو څانګو کې کټونه په ټپیانو ډک دي. ځینې ناروغان له مجبورۍ دهلېزونو ته ایستل شوي، ځینې پر کټونو او ځینې نور پرځمکه پراته دي. روغتیايي کارکوونکي د وارخطایۍ په حالت کې تر سخت رواني فشار لاندې کار کوي. ځینې یې په ۶۰ ورځو کې هم له روغتونه نه دي وتلي له ناروغانو سره مرسته کوي. ځینې خپلې کورنۍ او هرڅه تر شا پرېښي او د ناروغانو او روغتون په کار بوخت دي."

د اسراییل ځواکونه نن یکشنبه د غزې د جنوب د هغو سیمو پر لوري د مخګې تګ په حال کې دي چې په سلګونوزره ملکیانو هلته له بمباریو او له حماس افراطي ډلې سره د سختو جګړو له کبله پناه اخیستې ده.

بلخوا د اسراییل د پوځ لوی درستیز وايي هېواد یې دې‌ته اړتیا لري چې په غزې تړانګه کې خپل پوځي کمپاین 'لا شدید' کړي.

هرزي هالیوي پرون شنبه دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د امریکا متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د هغه پرېکړه لیک مسوده رد یا ویټو کړه چې د اسراییل او حماس افراطي ډلې ترمنځ یې په غزه کې د فوري اوربند غوښتنه کوله.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د اسراییل لوی درستیز پرون د بیت المقدس په زاړه ښار کې یو لړ مراسمو ته په خبرو کې وویل، هره ورځ وینو چې نور تروریستان هم وژل کېږي او یا هم ټپیان کېږي.

په غزه کې جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس افراطي ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

د لنډمهاله اوربند پر مهال چې ۷ ورځې یې دوام وکړ، د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ځینې یرغمل شوي کسان خوشې شول.

د حماس افراطي ډلې تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت ویلي، د څه باندې دوو میاشتو په جګړه کې تر ۱۷زرو ۷۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي، خو خپلواکو سرچینو دغه شمېرې تایید کړي نه دي.