سوریه کې د اسراییلو ډرون برید؛ د حزب الله ډلې ۳ غړي وژل شوي

د حزب الله ډلې یو شمېر جنګیالي

د سوریې په جنوب لوېدیځ کې د ایران له ملاتړه د برخمنې حزب الله ډلې درې غړي، د اسراییل د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوي دي.

دمشق ته نږدې دوو سرچینو پرون شنبه د لبنان د دې افراطي ډلې د غړو د وژل کېدو خبر تایید کړی دی.

د سرچینو په وینا، په دې حمله کې د سوریې هغه یو وګړی هم وژل شوی چې له دغو کسانو سره ملګری و.

د اسراییل پوځ د سوریې په ٱلْقُنَيطْرَة سیمه کې چې د اسراییل له خوا اشغال شویو ګولان غونډیو ته څېرمه پرته ده، د شوې حملې په باب تبصره ونه وکړه.

اسراییل له کلونو راهیسې په سوریه کې پر هغو ځایونو چې دغه هېواد یې په ایران پورې تړلې اهداف ګڼي، حملې کوي.

له کله چې په ۲۰۱۱م کال کې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې او ایران د ولسمشر بشالاراسد ملاتړ پیل کړی، په سوریه کې د تهران نفوذ زیات شوی دی.