د ایران د بهرنیو چارو وزیر: ټول ګډونه حکومت جوړول افغانستان له پېچلي وضعیت څخه ویستلی شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي، افغانستان کې وضعیت پېچلی دی او یوه عمده حل¬لار د ټولګډونه حکومت جوړول دي.

پرون شنبه (د ډسمبر میاشتې نهمه) په تهران پوهنتون کې د وینا پر مهال وویل، طالبان د افغانستان د ټولنې د واقعیت یوه برخه دي، خو ټول واقعیت نه دي. هغه د افغان کډوالو په باب وویل:

" تاسې د افغانستان وګړي ګورئ هر بحران چې یې په هېواد کې راشي، دوی زموږ پر لوري راځي. موږ په واقعیت کې پنځه ملیونه افغان کډوال په خپل هېواد کې لرو."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په وینا، طالبان نن د داعش ډلې په وړاندې جنګېږي، خو دا په دې معنی نه ده چې ټولګډونه حکومت دې نه جوړوي.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ۱۳زره افغان پناه غوښتونکي د ایران له خراسان رضوي ولایت څخه ایستل شوي او افغانستان ته سپارل شوي دي.